Asset 1SWN

خبریالان له خپل نوم څخه د ناوړه ګټې اخیستنې د دوام په اړه اندېښمن دي

د افغانستان د خبریالانو د عدالت غوښتنې کمېټه د خبریالانو له نوم څخه د ناوړه ګټې اخیستنې له دوام څخه اندېښمن دي. یو‌شمېر خبریالانو نن په کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال ادعا وکړه چې د رسنیو یو‌شمېر ملاتړي بنسټونه د خبریال له نوم څخه په استفادې، ډېرې پیسې لاسته راوړي، خو دغه پیسې پر هغو خبریالانو نه دي وېشل شوي چې په خراب اقتصادي وضعیت کې دي.

یو خبریال مبین موحد وايي، په دې وروستیو ورځو کې پر ټولنیزو رسنیو یو نوملړ لاس په لاس کېږي چې په‌کې د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو د ټولنې رییس حجت‌الله مجددي له لوري هغه کسان چې د خبریالۍ کاري تجربه نه لري، له هېواده بهر د تللو لپاره یوه نړیوال بنسټ ته ورپېژندل شوي چې دا کار له قانون سره په ټکر کې دی.

هغه وایي: « د رسنیو یو‌شمېر ملاتړي بنسټونه زما او ستاسو له نوم څخه په استفادې ډېرې پیسې لاسته راوړي، حیف او میل کړي یې دي. خو ډېری یې له خپلو کورنیو او خپلوانو سره یوځای له هېواد څخه بهر تښتېدلي دي. په داسې حال کې چې موږ تراوسه په افغانستان کې یوو او په بدو شرایطو کې کار کوو.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو د ټولنې رییس حجت‌الله مجددي، یاد مکتوب جعلي بولي او وايي: «دا د ژورنالیستانو د ټولنې پر وړاندې یوه دسیسه ده، دا یواځینۍ بنسټ دی چې د بیان ازادۍ او خبریالانو ملاتړ لپاره کوي. موږ څېړنې پیل کړي چې دا کار چا کړی. زه ډاډه یم کله چې څېړنې وشي، دا به په ډاګه شي چې داسې کار نه دی شوی.»

له بلې خوا، یو شمېر خبریالان ادعا کوي چې له هېواد څخه د خبریالانو د ایستلو یعنې د تخلیې په بهیر کې فساد شوی او بنسټونو د خبریالانو له هویت څخه په استفادې نور کسان له افغانستان څخه ایستلي دي.

مریم هوتک چې خبریاله ده په دې اړه وایي: «له هغو بنسټونو څخه  چې د خبریالانو په نوم کار کړی، کمېسیون جوړ کړی او پیسې ترلاسه کوي او یا هم یوشمېر یې له هېواد څخه بهر لېږدولي دي زموږ تمه دا ده چې حق حقدار ته نه دی ورکړل شوی. د واقعي خبریالانو پر ځای نور کسان له هېواد څخه بهر انتقال شوي دي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خبریالان له ملاتړو بنسټونو څخه غواړي چې د خبريال له نوم څخه دې ناوړه ګټه اخیستنه ودروي. هغوی همداراز له نړیوالو بنسټونو غواړي چې په افغانستان کې دې د خبریالانو د شته بنسټونو ملاتړ نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د اسلامي امارت تر واکمنېدو وروسته، بهر ته د زیانمنو کسانو د ایستلو لړۍ پیل شوه، خو پر دې لړۍ نیوکې هم زیاتې دي او ادعا کېږي چې په دې بهیر کې درغلي اوس هم دوام لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام