هرات کې د رغېدلیو نشه‌يانو او اړمنو ځوانانو لپاره یو ښوونیز مرکز پرانېستل شو

د هرات محلي مسوولان وايي، په دغه ولایت کې د رغېدلیو نشه‌یانو او اړمنو ځوانانو لپاره د «حرفه» په نوم یې یو ښوونیز مرکز پرانېستی دی.
په دغه ښوونیز مرکز کې د ۵۸۰ ځوانانو لپاره د حرفوي زده‌کړو اسانتیاوې برابرې شوې دي. د مسوولانو په وینا، دغه مرکز له حکومت سره د نورو بنسټونو د همکارۍ یوه نمونه ده.

د پنجشېر د اوسپنې کان د اېستلو چارې د ۷۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پیلېږي

د پنجشېر محلي مسوولان وايي، ټاکل شوې د دغه ولایت د اوسپنې کان د اېستلو چارې د ۷۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پیل شي. د مسوولانو په وینا، د یاد کان د اېستلو او تولید لومړني کارونه له یوه کورني شرکت سره پیل او پای ته رسېدلي دي.

بادغیس کې د دوو موټرو ټکر؛ درې کسان مړه او اته نور ټپیان شوي

د بادغیس د ټرافیکو مدیریت مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله د یوه ماشوم په ګډون درې کسان مړه او اته نور ژوبل شوي دي.
د بادغیس د ټرافیکو مدیریت د ټرافیکي پېښو امر عبدالمنان محمدي وايي، دا پېښه د چهارشنبې ورځې په ماښام د مقر‌-‌قلعه‌نو پر لویه لاره شوې ده.