Asset 1SWN

بادغیس کې د دوو موټرو ټکر؛ درې کسان مړه او اته نور ټپیان شوي

FB_IMG_1707978494746

د بادغیس د ټرافیکو مدیریت مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله د یوه ماشوم په ګډون درې کسان مړه او اته نور ژوبل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بادغیس د ټرافیکو مدیریت د ټرافیکي پېښو امر عبدالمنان محمدي وايي، دا پېښه د چهارشنبې ورځې په ماښام د مقر‌-‌قلعه‌نو پر لویه لاره شوې ده.

د نوموړي په وینا، د ګړندي تګ دوه موټر پر یاده لاره سره ټکر شوي او له کبله یې دغو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د بادغیس د ټرافیکو مدیریت مسوولان زیاتوي چې د پېښې ټپیان یې د درملنې په موخه د قلعه‌نو ولایتي روغتون ته لېږدولي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس وڅارئ

د یادونې ده چې نن سهار د یوې مازدا ډوله موټر چلوونکي په کندهار ښار کې یو ټرافیک چې پر دندې بوخت و، په موټر وهلی او مړ کړی یې دی.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام