په دایکندي کې ولسي سرچینې وايي چې پرون ماښام د دغه ولایت په اشترلي ولسوالي کې د ټرافیکي پېښې له امله یوه ښځه مړه شوې او څلور کسان ټپیان دي.

د سرچینو په وینا، پېښه پرون ماښام د یاد ولایت د اشترلي ولسوالي د «سر لوران» کلي کې د یوې سراچه ډوله موټر د چپه‌کېدو له امله رامنځته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اشترلي یوه اوسېدونکي سلام‌وطندار ته ویلي چې په دې پېښه کې یوه ښځه مړه شوې او څلور نور کسان بیا ټپیان شوي دي. د نوموړي په خبره، د یادې پېښې ټپیان د درملنې لپاره د دایکندي ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

تراوسه په دایکندي کې د اسلامي امارت محلي مسوولانو د یادې ټرافیکي پېښې په اړه څه نه دي ویلي. خو د دایکندي ولایتي روغتون روغتیايي مسوولانو د یادې پېښې د تایید ترڅنګ ویلي چې د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په دایکندي کې د موټر چلوونکو له لوري د موټرو چټک ځغلول، د سړکونو خرابوالی او د ټرافیکي قوانینو  نه مراعتول، هغه څه دي چې دغه ولایت کې یې له امله ټرافیکي پېښې رامنځته کېږي او وخت ناوخت د خلکو ژوند اخلي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام