Asset 1SWN

هرات کې د رغېدلیو نشه‌يانو او اړمنو ځوانانو لپاره یو ښوونیز مرکز پرانېستل شو

مرکز-آموزشی-در-هرات-1-qjuic5kvlsnrpwftk0eqbp4y61bnrvv50bja6ncubs (1)

د هرات محلي مسوولان وايي، په دغه ولایت کې د رغېدلیو نشه‌یانو او اړمنو ځوانانو لپاره د «حرفه» په نوم یې یو ښوونیز مرکز پرانېستی دی. په دغه ښوونیز مرکز کې د ۵۸۰ ځوانانو لپاره د حرفوي زده‌کړو اسانتیاوې برابرې شوې دي. د مسوولانو په وینا، دغه مرکز له حکومت سره د نورو بنسټونو د همکارۍ یوه نمونه ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د هرات د کار او ټولنیزو چارو رییس محمدمیرزا ابومنصور وايي، هڅه کوي چې ځوانانو ته د کارموندنې له لارې هغوی له نشه‌يي توکو را وګرځوي.

د «عاطفي» بنسټ رییس ارشاد خطیبي وايي چې دغه مرکز کې به د خیاطۍ او موبایل جوړونې په برخو کې ۵۸۰ کسان وروزل شي.

هغه زیاتوي: «ځوانان ملاتړ او پام ته اړتیا لري چې د مسوولانو او بنسټونو له لوري یې ملاتړ وشي. که د ځوانانو ملاتړ وشي او په بېلابېلو برخو کې کار ورکړل شي، نور به هېڅکله نشه‌يي توکو ته مخه نه کړي او موږ هم هڅه کوو چې نور پروګرامونه هم ولرو.»

په همدې حال کې د نشه‌يي توکو له کارولو یوشمېر رغېدلي کسان د دغه ښوونیز مرکز جوړېدل ستايي او وايي، بې‌وزلي یې تر ټولو ستر لامل و چې دوی نشه‌يي توکو ته مخه کړه.

سعیداحمد چې له نشه‌يي توکو اوښتی، وایيک «زه ډېر خوښ یم، اوس کولای شم چې هنر زده او کار وکړم، څو هم زه بوخت شم او هم مې کورنۍ له بې‌وزلۍ څخه خلاصه شي. موږ ځوانان له حکومت څخه غواړو چې د دغه ښوونیز مرکز تر څنګ، موږ ته نورې کاري اسانتیاوې هم برابرې کړي.»

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

یو بل رغېدلی نشه‌يي صابر رسولي هم وايي: «زموږ درد بې‌وزلي او مفلسي وه چې موږ یې پر نشه‌يي توکو اخته کړو. اوس ښه ده چې د هنر په زده کولو سره کار وکړو او د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کړو.»

د یادونې ده چې په روان کال کې د هرات له بېلابېلو برخو څخه پر نشه‌يي توکو ۲۵۰۰ اخته کسان را ټول شوي او درملنه یې شوې ده او په مرکز او ولایتونو کې دا لړۍ لا هم روانه ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام