د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې پر بدخشانیانو څه تېرېږي؟

مېرمن سکینه «مستعار نوم» په بدخشان ولایت کې د وسله‌والو طالبانو تر ولکې لاندې سیمه کې ژوند کوي. د نوموړې خاوند په یوه ګاونډي هېواد کې کارکوي او د خپلې کورنۍ لګښت برابروي. سکینه وایي، اوس چې طالبان د دوی پر سیمه واکمن شوي، نه شي کولای چې پرته له محرم څخه بازار ته لاړه شي او خپل د اړتیا وړ توکي وپلوري.