د افغان ښځو د غوراوي حق لرلو د کچې ارزونه

په شپږو ولایتونو کې له ۵۳۰ افغان ښځو او نجونو سره د مرکو پر بنسټ د سلام‌وطندار د سروې موندنې ښيي چې ۶۱،۱ سلنه ښځې او نجونې چې په دې سروې کې یې ګډون کړی، د ژوند په چارو کې د غوراوي حق نه لري او ۳۹،۹ سلنې یې بیا ویلي چې په ځینو برخو کې د غوراوي حق ورکړل شوی دی. د سروې ګډونوالو بېلابېل عمرونه لرل او ډېره برخه یې له ۲۰ تر ۲۵ کلونو پورې ښځې جوړوي او دا د سروې د ټولو ګډونوالو ۴۹،۲ سلنه کېږي.

کانکور کې پر نجونو محدودیت؛ ګډونوالې: د خوښې پوهنځي د غوراوي حق مو نه درلود

د کانکور ازموینې یوشمېر ګډونوالې شکایت کوي چې سږ کال یې د خپلې خوښې پوهنتون، پوهنځي او څانګې د غوراوي حق نه درلود.
دوی وايي، که څه هم په کانکور ازموینه کې یې ګډون کړی، خو پایلو ته یې خوشحاله نه‌دي؛ ځکه په وینا یې، دوی په‌کې په خلاص لاس غوراوی نه شوای کولای.