Asset 1SWN

نړیوال جام کې حیرانونکې لوبې؛ پاکستان نیمه پایلوبې ته ووت

a6u61lng_babar-azam-mohammad-rizwan-afp-_625x300_06_November_22

د کرېکټ نړیوال جام د نن ورځې له حیرانونکو لوبو وروسته پاکستان لوبډلې د روان کرېکټ شل اووره نړیوال جام نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه.

د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې نن د بنګلدېش له کرېکټ ملي لوبډلې سره د نیمه پایلوبې لپاره سیالي وکړه چې پاکستان دغه لوبه په پنځو وېکټو وکټله.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په دغه لوبه کې بنګلدېش پاکستان ته په ټاکل شویو شلو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو د ۱۲۸ منډو هدف ټاکلی و.

پاکستانۍ لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په ۱۹ اوور کې ترلاسه کړ او د درېیمې لوبډلې په توګه یې نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړه.

د نن ورځې په بله لوبه کې هند له زمبابوې لوبډلې سره سیالي کوي. د هند د کرېکټ ملي لوبډله دا مهال د خپل ګروپ د جدول په دویم ځای کې دی او د زمبابوې پر وړاندې له بریا سره به د ګروپ سر ته پورته شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

که زمبابوې دا لوبه وګټي، بیا هم نه‌شي کولای چې بل پړاو ته لاره پیدا کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام