د روان کرېکټ شل اووره نړیوال جام سیالیو په سوپر ۱۲ پړاو کې نن په یوې حیرانونکې لوبه کې نیدرلنډ سوېلي افریقا ته د ۱۳ منډو په توپیر ماته ورکړه.
د سوېلي افریقا له دې ماتې سره نیمه پایلوبې ته د پاکستان او بنګلدېش د تلو هيلې ډېرې شوې.
پاکستان او بنګلدېش دا مهال پر لوبه بوخت دي.
د نیدرلنډ د کرېکټ ملي لوبډلې په دغه لوبه کې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د څلور لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۸ منډې جوړې کړې.
په ځواب کې د سوېلي افریقا د کرېکټ لوبډله د اتو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۴۵ منډې جوړې کړې او د ۱۳ منډو په توپیر یې ماته وخوړله.
که د پاکستان او بنګلدېش لوبډلو ترمنځ روانه سیالي هرې لوبډلې وګټله له هند لوبډلې سره یو ځای به نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
بنګلدېش او پاکستان دا مهال په ګروپ کې څلور څلور امتیازونه لري.