Asset 1SWN

متقي د اروپايي ټولنې پلاوي ته: هېوادونه وهڅوئ چې افغانستان کې سفارتونه پرانېزي

FqMSd6fWIAIUowb

د بهرنيو چارو سرپرست اميرخان متقي کندهار کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسن او د یادې ټولنې د پلاوي رییسې رافایلا ایوډېس سره ليدلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل نن پنج‌شنبه د کب یوولسمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې امیرخان متقي له یاد پلاوي سره د لیدنې پرمهال غوښتنه کړې چې اروپايي هېوادونه وهڅوي، څو افغانستان کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ورته مهال د اروپايي ټولنې پلاوي په دې لیدنه کې له افغانستان سره د مرستو پر دوام ټينګار کړی او ډاډ یې ورکړی چې د افغانانو ترڅنګ به ولاړ وي. په لیدنه کې له فساد سره د اسلامي امارت له مبارزې هم ستاینه شوې ده.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي: «توماس نیکلاسن او ورسره مل پلاوي د ا.ا.ا په راتګ سره د بشپړ امنیت د خوندي کېدو او د فساد په وړاندي د کلکي مبارزې ستاینه وکړه او زياته یې کړه چي نړیوالو هم پر دې اعتراف کړی چي د ا.ا.ا په راتګ سره په افغانستان کي امنیت ډاډمن شوی او د فساد پر وړاندي جدي مبارزه روانه ده او ډاډ یې وړاندي کړ چي د افغانانو ترڅنګ ولاړ یو.»

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانکړي استازي او د یادې تولنې د پلاوي رییسې رافایلا ایوډیس د اسلامي امارت له یو‌شمېر نورو چارواکو سره هم لیدلي دي.

په همدې حال کې د کندهار د ولايت مقام په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د یاد ولایت د والي مرستيال مولوي حيات‌الله مبارک له یاد پلاوي څخه غوښتنه کړې چې دغه ولایت کې بېلابېلو برخو کې مرستې وکړي.

په خپرپاڼه کې ویل شوي چې حیات‌الله مبارک له یاد پلاوي کندهار کې د بندونو او چیک ډمونو جوړېدو، د بزګرانو سره د کوکنارو او بنګو د بدیل کښت د بې‌سرپرسته ماشومانو او بې‌سرپرسته کورنیو سره مالي ملاتړ او یو‌شمېر نورو برخو کې د مرستې او همکارۍ غوښتنه کړې ده.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د بهرنیو چارو وزارت داسې مهال افغانستان کې د اروپايي هېوادونو د سفارتونو د پرانېستلو غوښتنه کوي چې د اسلامي امارت له واکمنۍ څه باندې ۱۸ میاشتې تېرېږي، خو لا هم هېڅ‌ هېواد اوسنی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام