Asset 1SWN

نیکي هیلي: پاکستان د ترهګرو ډلو کور دی

12nobrmc_nikki-haley_625x300_26_February_23

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نومانده نیکي هیلي وايي چې پاکستان د ترهګرو ډلو کور دی او پر دغه هېواد باید د امریکا مالي مرستې بندې کړل شي.

نوموړې چهارشنبه د کب لسمه له «فاکس نیوز» سره په مرکه کې ویلي، که هغه ولسمشره شوه د پاکستان او چین په څېر هېوادونه چې له امریکا کرکه لري، نړیوالې مرستې به پرې بندې کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړې دې مرکه کې ویلي: «کمزورې امریکا بدو خلکو ته پیسې ورکوي. یوازې تېرکال پاکستان، عراق او زمبابوې ته په سلګونو میلیونه ډالر ورکړل شوي دي.»

نوموړې همداراز په دې مرکه پر چین نیوکه وکړه او وویل چې په پیسو ملګري نه‌شي اخیستل کېدای،«خو موږ دوی ته د چاپېریال لپاره پیسې ورکوو.»

پر هغو هېوادونو چې د امریکا په ګټه نه دي، د مرستو بندېدو یوازینۍ هغه موضوع ده چې نیکي هیلي تراوسه په جدي توګه ورڅخه یادونه کړې ده.

هغې ویلي: «امریکا د نړۍ ATM نه دی او د یوې ولسمشرې په توګه هڅه کې یوو چې خپل بهرني سیاست کې بدلون راولوو او له سره یې تنظیم کړو.»

۵۱کلنه نیکي هیلي په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانۍ استازې او د دغه هېواد د سویلي کارلونا ایالت د والي په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

نوموړې د امریکا د جمهوریت غوښتونکي ګوند څخه د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو ته په رسمي توګه ځان نوماند کړی دی.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام