د لوړو زده کړو وزارت وايي چې د هېواد په ګرم سېرو ولایتونو کې به د دولتي پوهنتونونو تدریسي بهیر د روانې سلواغې میاشتې په ۱۳مه پیل شي. د لوړو‌ زده‌کړو وزارت نن په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې د پوهنتونونو له پیل وروسته به محصلانو ته درې اوونۍ درس ورکړل شي او بيا به د وروستي سمسټر ازموینه د کب میاشتې په ۷مه پیل او د همدې میاشتې تر پای پورې به دوام وکړي.

په اعلامیه کې ليکل شوي چې په سرد سېرو ولایتونو کې به راتلونکی سمسټر د ۱۴۰۱ کال د وري میاشتې په لومړۍ نېټه پیل او په نورمال ډول به دوام وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

اعلامیې زیاته کړې، د هېواد په هغو ولایتونو کې چې هوا ډېره سړه ده، د دولتي پوهنتونونو تدریسي بهیر به د روان کال د کب میاشتې په اووه مه نېټه پیل شي. د لوړو زده کړو وزارت په وینا، په يادو ولايتونو کې به د پوهنتونونو درسونه درې اوونۍ دوام ولري او تر هغې وروسته به د وروستي سمسټر ازموینه د ۱۴۰۱ کال د وري میاشتې په لومړۍ نېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۲۵مې پورې به دوام وکړي.

د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي چې په سرد سېرو ولایتونو کې به راتلونکی سمسټر د ۱۴۰۱ لمريز کال د وري میاشتې په ۲۷مه نېټه پيل او له معمول سره سم به دوام ولري.

د لوړو زده‌کړو وزارت ویلي چې په ټولو دولتي پوهنتونونو کې به د ۱۴۰۰ کانکور له لارې بریالي شوي محصلان د روان سمسټر د درسونو او ازموینو پر مهال نوملیکنه کوي.

دغه وزارت زیاته کړې چې د زده‌کړیالانو د نوملیکنې چارې به د اړوندو پوهنتونونو لخوا تنظیمېږي او درسونه به یې له راتلونکي سمسټر سره یوځای پیل شي.

د لوړو زده‌کړو وزارت ټینګار کړی چې د پوهنتونونو او لوړو زده کړو وزارت اړوند موسسو ټول کادري او اداري غړي به په پوره توان سره خپلو تدریسي او اداري چارو ته جدي پام کوي او محصلانو ته به ټولې ممکنه اسانتیاوې برابروي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خو په دغه اعلامیه کې نه دي ویل شوي چې ایا نجونې او ښځې به هم خپلې لوړې زده‌کړې روانې وساتي که نه؟ خو تر دې مخکې اسلامي امارت ویلي وو چې په پوهنتونونو کې دې د نجونو او هلکانو ټولګي سره جلا شي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره په دولتي پوهنتونونو کې د زده‌کړو بهير ولاړ و چې په کور دننه او بهر يې د خلکو او نړیوالې ټولنې اندېښنې را پورته کړې وې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام