Asset 1SWN

اوکراین: دونېڅک کې مو له روسي ځواکونو څلور کلي بېرته نیولي

UkraineWar_002

اوکراین وايي چې د روسیې ضد بریدونو کې یې د دغه هېواد په سوېل ختیځ کې له روسي ځواکونو څخه څلور کلي بېرته نیولي دي.

اوکراین په سوېل او ختیځ کې د روسیې له لوري د نیول شویو سیمو بېرته ترلاسه کولو لپاره پراخ تعرضي بریدونه پیل کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اوکراین پرون یکشنبه اعلان وکړ چې د روسیې ضد بریدونو کې یې دونېڅک کې بلاهوداټنه، نسکوچنه او ماکاریوکا کلي چې ژاپورژیا ته نږدې دي، بېرته نیولي دي.

روسیې بیا تېره اوونۍ ویلي و چې د اوکراین له لوري پیل شوي تعرضي بریدونه یې شنډ کړي دي. روسیې د دوی ضد بریدونه ناکامه وبلل او د هغو ویجاړو شویو امریکايي او الماني ټانکونو او وسایطو تصویرونه یې هم خپاره کړل چې د دوی ځواکونو له‌منځه وړي وو.

په ورته مهال د اوکراین پوځ ویلي چې د تېرو ۲۴ساعتونو پر مهال د لوهانسک په باخموت، اودیوکا، مارینکا او نورو سیمو کې له روسي ځواکونو سره ۲۵ نښتې رامنځته شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یاد هېواد پوځ همداراز ټینګار کړی چې د اوکراین په باخموت شاوخوا سیمو کې د روسیې ضد بریدونو پایله کې روسیي ځواکونه ۷۰۰ مټره شاتګ ته اړ کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام