Asset 1SWN

اسټرالیا کې د بس موټر چپه‌کېدو له امله لس کسان مړه او ۲۵ ټپیان شوي

IU57UTKJHVBJRIWXXADT5AXO4E

د اسټرالیا په نیو ساوټ‌وېلز ایالت کې د واده یوه موټر چپه‌کېدو له امله لس کسان مړه او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.

پېښه بېګاه ۱۱:۳۰ بجې ګرېټا ښارګوټي کې رامنځته شوې ده. دغه سیمه د انګورو باغونو او د ودونو مراسمو لپاره مشهوره بلل کېږي. یاد بس موټر کې سپاره کسان د یوه واده مراسمو څخه بېرته خپلو کورونو ته روان وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

رویټرز خبري اژانس سیمه کې د پولیسو له قوله راپور ورکړی چې دغه پېښه د یاد بس موټر د چپه‌کېدو له امله رامنځته شوې او پولیس دې لټه کې دي چې د دغه بس ټول مسافر وپېژني.

د اسټرالیا په رسنیو کې خپاره شویو تصویرونو کې ښکاري چې دغه بس موټر په یوه اړخ چپه شوی او د پولیسو په وینا، ښايي ځینې کسان تر بس لاندې ایسار پاتې وي.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، د یاد بس ۵۸کلن موټرچلوونکی نیول شوی او د الکولو او نشه‌يي توکو د معاینې لپاره روغتون ته لېږدول شوی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

په ورته مهال پولیسو ویلي چې دغه پېښه په تېرو ۳۰کلونو کې تر ټولو کم‌سارې ده چې دغه هېواد کې پېښېږي. د اسټرالیا لومړي وزیر انټوني البانیز د پېښې له امله خواشینې ښودلې او د قربانیانو کورنیو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام