Asset 1SWN

هرات کې کلي‌والې مېرمنې: د عاید یوازینۍ سرچینه مو کرنه ده

------------۰۰--۰

د هرات د لروپرتو کلي‌والو سیمو یو‌شمېر مېرمنې وايي چې د عاید یوازینۍ سرچینه یې کرنه ده او له دې لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې برابروي.

دوی په خپلو سیمو کې د نارینه‌وو په څېر، پر کروندو کې پر کار بوختې وې او په وینا یې، دې برخه کې یې معیاري روزنه نه‌ده ترلاسه کړې او د کورنۍ له مشرانو یې زده‌کړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هرات د انجیل ولسوالي اوسېدونکې سیما چې پر خپله ځمکه یې بېلابېل سبزیجات کرلي، وايي، له دې لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوي.

 نوموړې وویل: «پنځه شپږ کاله کېږي چې پر کرنه بوخته یم، رومیان، بامیه، ترکاري او نور سبزیجات کرم چې نیمه یې خرڅوم او یوه اندازه یې ګاونډیو ته وروړم چې راته یې خرڅ کړي، له همدې لارې د خپلو اولادونو اړتیاوې پوره کوو.»

په همدې حال کې د یادې ولسوالي یوه بله کروندګره، بي‌بي‌‌ګل سلام‌وطندار ته وايي، تراوسه دې برخه کې د چا له‌لوري ورته روزنه نه‌ده ورکړل شوې او له کوچنوالي پر کرنه بوخته ده.

د هرات په انجیل ولسوالي کې یوه مېرمن پر خپله کرونده کې پر کرنه بوخته ده.

هغې وویل: «نه، تراوسه چا روزنه نه‌‌ده راکړې، له کوچنوالي کښت کوم. کله به مې چې پلار کښت کاوه، موږ به ورسره تللو او اوس زه په دې پوهېږم چې څنګه کښت وکړم.»

سیما چې له کلونو راهیسې پر کرنه بوخته ده او دا کار یې له خپل پلار زده‌کړی، وايي، سیمه کې یې د ډېرو مېرمنو د عاید یوازینۍ سرچینه، همدا کرنه ده او له دې لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې برابروي.

هغې زیاته کړه: «دلته کلی دی او ډېری مېرمنې باغ لري، څاروي لري، پر کرنه بوخت دي چې ځینې یې کونډې دي، د ځینو یې خاوندان ایران ته تللي او ځینې یې هم له خپلو سړیو سره پر کرنه بوختې دي. دلته بل کار نشته.»

بل‌خوا د هرات د کرنې ریاست مسوولان وايي چې د یاد ولایت په ولسوالیو کې څه باندې ۲۰زره کورنۍ پر کرنه بوختې دي. دوی زیاتوي چې تراوسه یاد ولایت کې پر کرنه د بوختوو مېرمنو کره شمېر په لاس کې نه‌لري.

د دوی په وینا، هڅه کوي چې د روان کال تر پایه د یاد ولایت کروندګرو مېرمنو ته د کرنې اړوند روزنیز سیمینارونه جوړ کړي.

د هرات په انجیل ولسوالي کې یوه مېرمن پر خپله کرونده کې پر کرنه بوخته ده.

د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ترویج مسوول بشیراحمد احمدي سلام‌وطندار ته وویل: «کله چې کروندګرې کورنۍ، یعنی ښځې هم په‌کې شاملې دي. کره سروې نه‌ده شوې چې څومره مېرمنې دي. کورنۍ شته چې د کرنې او مالدارۍ برخه کې بوختې دي چې شمېر یې ۲۰زرو ته رسېږي او ماشومان او مېرمنې هم په‌کې شاملې دي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د هرات د محلي مسوولانو د معلوماتو له مخې، دغه ولایت کې دا مهال څه باندې ۲۵۶زره کورنۍ پر کرنه او مالدارۍ بوختې دي. د یادو معلوماتو پر بنسټ، هرات د هېواد په کچه د هغو ولایتونو له ډلې دی چې د کرنیزو محصولاتو ډېر تولیدات لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام