د غور محلي مسوولان وايي چې نن د دغه ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالي «دهن‌چهار اسیاب» کلي د اسلامي امارت او د یوه محلي قومندان ترمنځ نښته شوې ده.

د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د اسلامي امارت ځواکونو غوښتل د مهدي مجاهد یو قومندان محمد مرادي ونیسي چې نوموړي مقاومت کړی او نښته رامنځته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د خبرپاڼې له مخې په یاده نښته کې د محمد مرادي په نوم قومندان له خپلو پنځو کسانو سره یوځای وژل شوی او د نوموړي زوی ټپي شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په یاده نښته کې درې میله ټوپک، یو میل توپانچه او دوه عراده موټرسایکل د اسلامي امارت د ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

بل‌خوا د غور لوا مطبوعاتي دفتر هم په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په یاده نښته کې د اسلامي امارت یو سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

خو یوې محلي سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي، په دغه نښته کې د محمد مرادي په ګډون دوه ښځې هم وژل شوې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې پرون د غور امنیې قومنداني په یوې خبرپاڼه کې ویلي و چې د دغه ولایت د «دهن‌تګه غال» کلي کې یو محلي قومندان د اسلامي امارت له ځواکونو سره نښته کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام