د سرپل په بلخاب ولسوالي کې یوې سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي چې نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۰ بجې د دغه ولایت د سانچارک او بلخاب ولسوالیو ترمنځ «قُم کوتل» سیمه کې د اسلامي امارت ځواکونو او مهدي مجاهد کسانو ترمنځ نښته پیل شوې ده.

د سرچینې په وینا، پرونۍ جګړه چې څو ساعته یې دوام وکړ، د اسلامي امارت ۱۲ او د مهدي مجاهد پورې تړلې پنځه کسان په‌کې وژل شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سرچینه زیاتوي چې اوس د اسلامي امارت ځواکونو د سانچارک ولسوالي اړوند «قروق قاضي» سیمه څخه شاتګ کړی دی.

د سرپل محلي او امنیتي مسوولانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د بلخاب او سانچارک ولسوالیو یو‌شمېر اوسېدونکې وايي چې سیمه کې د جګړې له امله ډېری خلکو خپل کورونه پرېښي او نورو سیمو ته کډه شوې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې پرون د اسلامي امارت لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت د ۲۰۷  الفاروق قول اردو قومندان محمدظریف مظفر سره یوځای د سرپل د امنیتي وضعیت ارزونې په موخه دغه ولایت سفر کړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام