Asset 1SWN

سلام وطندار

پاکستان سره د بارتر سوداګرۍ طرحه به تر راتلونکې یوې میاشت بشپړه شي

FILE PHOTO: A general view of the border post in Torkham, Pakistan, December 3, 2019. Picture taken December 3, 2019. REUTERS/Alasdair Pal

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان سلام‌وطندار ته وايي چې د بارتر «توکي د توکو بدل کې» سوداګرۍ پر طرحې کار روان دی او تر راتلونکې یوې میاشت به بشپړه شي.

د یاد وزارت ویاند جواد اخند‌زاده وايي چې د دغه وزارت مسلکي ټیمونه د بارتر «جنس په جنس» سوداګرۍ طرحې باندې کار کوي او تر راتلونکې میاشت به یې کار بشپړ شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «ډېر څه دي، د بېلګې په توګه موږ ډېر څه هېواد کې نه‌لرو او اړتیا ده چې له نورو هېوادونو یې وارد کړو او مقابل کې یې داسې جنس ورکړو چې د وارداتي جنس پولي او مادي ارزښت ولري. جنس چې موږ واردوو باید زموږ په بازار اغېز ونه‌لري.

په همدې حال کې د اقتصادي چارو یو‌شمېر کارپوهان وايي چې پاکستان د اقتصادي دیوالي‌کېدو له امله غواړي چې افغانستان سره جنس په جنس یا بارټر سوداګري وکړي.

د دوی په وینا، جنس په جنس سوداګري د افغانستان په زیان دی. د اقتصادي چارو شنونکی جبار ساپی وايي چې سرپرست حکومت باید دې طرحه کې د سوداګر نظر هم په پام کې ونیسي.

نوموړي وویل: «دغه سېسټم او پروګرام د افغانستان لپاره ښه نه دی، موږ پوهېږو چې ۶۰سلنه واردات لرو او ۴۰سلنه صادرات لرو چې ډېری تبادله په پیسو ده «پیسې د پیسو بدل کې.»

د اقتصادي چارو یو بل شنونکی تاج محمد تلاش هم وايي چې دغه سوداګري د افغانستان په زیان ده. نوموړي وویل: «که جنس موږ ته راکوي، نو خام مواد یې هم باید په پام کې ونیول شي او پاکستان باید داسې شي چې د اسیايي هېوادونو بازار کې سیالي ونه کړي او په دې سره موږ کولای شو چې ډېره ګټه ترلاسه کړو او پاکستان د اړتیا له مخې دا کار کوي، ګنې نور وختونه داسې نه کوي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د پاکستان سوداګرۍ وزارت له دې وړاندې اعلان کړی و چې د دغه هېواد خصوصي او دولتي بنسټونه کولای شي، افغانستان ته ۲۶ قلمه سوداګریز توکي لکه شیدې، قیماق، هګۍ، غلات، غوښه او مېوې صادرې کړي او بدل کې یې وچه او تازه مېوه، سبزیجات او حبوبات، درمل، د ډبرو سکاره، چرم او نور توکي وارد کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام