Asset 1SWN

ولايتونو کې پر خبريالانو د محدودیت زياتېدو په اړه د محلي رسنیو د مسوولانو اندېښنې

ولایتونو کې د رسنیو مسوولان وايي، د اسلامي امارت په راتګ سره د سیمه‌ییزو خبریالانو په وړاندې بندیزونه زیات شوي. دوی وایي چې د خپلو ریپوټونو چمتو کولو لپاره باید لومړی د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اجازه ترلاسه کړي.

کندهار کې د څانګې راډیو مسوول اغا ‌شېر منار سلام‌وطندار ته وايي چې اسلامي امارت د خبرونو په برخه کې له رسنیو او خبریالانو سره همکاري نه ‌کوي او د مرکې اخیستو لپاره څو اوونۍ باید په تمه پاتې شي.

هغه وایي، کله چې خبریال خپل خبري ریپوټ چمتو کوي لومړی باید د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اجازه ترلاسه کړي او بیا یې خپور کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اغا شیر منار زیاته کړه: « په لومړیو کی اسلامي امارت به دا غوښتنه وکړه، هغه راپورونه چې خبریالان خپروي که څېړنیز وي که نه یا د لاریون وي، باید له خپرېدو مخکې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سره شریک شي وروسته بیا خبریالان خپرولی شي.»

بلخوا، د رسنیو یوشمېر مسوولان په سیمه‌‌ییزو رسنیو کې د اسلامي امارت له خوا د ښځو په وړاندې لګول شویو بندیزونو ته هم اشاره کوي.

د بلخ یوه ښځینه خبریاله چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي سلام وطندار ته وایي، په دغه ولایت  کې پر ښځنه خبریالانو د لګول شویو بندیزونو له امله یوه ښځه هم خبریالۍ ته زړه نه ښه کوي.

په همدې حال کې بامیان کې د یوې راډیو مسوول هم وايي چې د اسلامي امارت له خوا لګول شوي بندیزونه په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو د نه حضور لامل شوي دي.

هغې زیاته کړه: « مونږ په بلخ کې هېڅ ښځینه خبریاله نه لروو، زه په بلخ کې یواځینۍ ښځینه خبریاله یم چې دا یوه لویه ستونزه ده، تر دې مخکې بلخ کې له ۱۰۰ ډېرې ښځینه خبریالانې وې، اوس کله چې ښځینه خبریاله د بلخ مقام ته د خبر جوړولو لپاره ورځي چارواکي وورڅخه مخ ګرځوي مخامخ خبرې نه کوي، همدې لپاره هېځ ښځینه په رسنیو کې کار نه کوي.»

بل‌خوا، په سرپُل کې د یوې سیمه‌ییزې راډیو مسوول منصور راسخ سلام وطندار ته وایي چې په دغه ولایت کې د اسلامي امارت چارواکو د موسیقۍ په غږولو بندیز لګولی دی.

هغه زیاته کړه، په دغه ولایت کې ښځینه خبریالانې د شرعي حجاب په مراعتولو سره خپلو کارونو ته دوام ورکوي.

خو بدخشان کې د یوې راډیو مسوول عبدالبصیر حقجو په دې اړه جلا څرګندونې لري. هغه وايي، اسلامي امارت په دغه ولایت کې له حجاب پرته پر خبریالانو نور هېڅ ډول بندیز نه دی لګولی.

حقجو وایي: « اسلامي امارت رسنیو او خبریالانو لپاره کوچنۍ منفي موضوع هم نه ده مطرح کړې او نه بندیزونه لګول شوي دي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د خبریالانو د فدراسیون غړی مسرور لطفي، پر سیمه‌ییزو خبریالانو د بندیزونو لګول تاییدوي او وایي په ډېری مواردو کې د اسلامي امارت چارواکي  له خبریالانو او رسنیو سره دوګونی چلن کوي. لطفي پر رسنیو او خبریالانو د دغو بندیزونو د وضعه کولو لامل د یوه حقوقي سیستم نشتوالی بولي.

هغه وایي: « دا دوه ګونی چلن د حقوقي سیسټم نشتوالي له امله دی، تمه لرو چې اسلامي امارت ژر تر ژره په دې اړه اقدام وکړي.»

د یادولو وړ ده چې له دې مخکې د خبریالانو ملاتړي نړیوالې کمېټې او سازمانونه هم په افغانستان کې د خبریالانو د وضیعت په اړه اندېښنې څرګندې کړې وې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام