د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې اوسېدونکي د اوبو له کمښت څخه سر ټکوي

د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې اړوند د دشت‌برچي اسیابینې سیمې يوشمېر اوسېدونکي د اوبو له کمښت څخه شکايت کوي او وايي، له شاوخوا دوو کلونو راهيسې د اوبو له کموالي سره مخامخ دي. د دوی په خبره، ډېری کورنۍ د اوبو د کمښت له امله له دې سیمې کډه شوې دي.

کابل ښاریان: د واټونو پر غاړه د خوړو او څښاک تیاروونکي روغتیا ته پام نه کوي

د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي وايي چې د واټونو پر غاړه د خوړو او څښاک تیاروونکي روغتیايي ټکي په پاک کې نه نیسي او یوازې خپلې ګټې وټې ته یې پام دی.
دوی پر هغو خلکو هم نیوکې کوي چې د یادو خوړو او څښاک وضعیت ته له پام پرته ورځي او هغه خوري یا یې هم څښي.

ا.ا د ټي‌ټي‌پي په اړه د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي څرګندونې رد کړې

له هغه وروسته چې د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د ټي‌ټي‌پي په اړه راپورونه خپاره شول، تازه د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ځانګړي استازي اصف‌علي دراني ویلي چې ا.ا په دې برخه کې ځینې ګامونه اوچت کړي دي.

سمنګان کې سلګونه کسان پر نس‌ناستې ناروغي اخته شوي

د سمنګان د ولایتي روغتون مسوولان وایي، په دغه ولایت کې پر نس‌ناستې ناروغي سلګونه کسان اخته شوي دي.
د سمنګان د ولايتي روغتون رييس سيدعثمان حميدي وايي، په تېرو دوو اوونيو کې دغه روغتون ته پر نس‌ناستې ناروغي ١٥٠٩ اخته کسان ورغلي چې یوشمېر یې له درملنې وروسته بېرته کورونو ته تللي دي.

شوکت میرضیایوف د اوزبکستان ولسمشريزې ټاکنې وګټلې

د اوزبکستان د ټاکنو مرکزي کمېسیون اعلان کړی چې شوکت میرامانوییچ میرضیایوف چې د لېبرال ډیموکراټیک ګوند په استازولۍ نوماند شوی و، د دغه هېواد ولسمشريزې ټاکنې ګټلې دي.
د دغه کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، میرضیایوف د ۸۷،۵ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د اوو کلونو لپاره د اوزبکستان د ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی.