Asset 1SWN

سمنګان کې سلګونه کسان پر نس‌ناستې ناروغي اخته شوي

2

د سمنګان د ولایتي روغتون مسوولان وایي، په دغه ولایت کې په نس‌ناستې ناروغي د اخته کسانو شمېر زیات شوی او تر اوسه سلګونه کسان پرې اخته شوي دي.

د سمنګان د ولايتي روغتون رييس ډاکټر سيدعثمان حميدي وايي، په تېرو دوو اوونيو کې دغه روغتون ته پر نس‌ناستې ناروغي ١٥٠٩ اخته کسان ورغلي چې یوشمېر یې له درملنې وروسته بېرته کورونو ته تللي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، د لوی اختر ورځو کې د ناپاکو اوبو او د غوښې ډېر کارول پر نس‌ناستې د اخته کسانو د شمېر زیاتوالي لامل شوي دي. هغه وايي، دغه روغتون ته ورغلي یوشمېر ناروغان یې بستر کړي او یوشمېر نورو ته یې درمل ورکړي دي.

د سمنګان په ولایتي روغتون کې یوشمېر بستري ناروغان هم وايي چې د ناپاکو اوبو کارولو له کبله پر بېلابېلو ناروغیو، په ځانګړې توګه پر نس‌ناستې اخته کړي دي.

یو ۳۲ کلن ناروغ خواجه‌محمد چې په سمنګان کې د حسن‌خېلو کلي اوسېدونکی دی وايي، د سختې نس‌ناستې له امله په روغتون کې بستر شوی دی.

هغه زیاتوي: «په دنده کې وم چې پر نس‌ناستې اخته شوم. اوس درې ورځې کېږي چې بستر یم. زه یې ولایتي روغتون ته راوستم. اوس ښه یم او دوه درې ورځې نوره درملنه مې چې وشي، نور به بېخي روغ شم.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د سمنګان یوه اوسېدونکې کامله چې ماشوم یې پر نس‌ناستې ناروغي اخته دی وايي، د ماشوم روغتيايي حالت یې ډېر نازک و او فکر يې نه کاوه چې بېرته به روغ شي، خو په خبره یې، اوس ډېر ښه شوی دی.

د سمنګان د ولایتي روغتون مسوولانو په وینا، په دغه ولایت کې ۶۰ سلنه کسان چې ۴۰ سلنه یې لویان دي، پر سختې نس‌ناستې اخته شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام