د خوست ولایت د سپېرې ولسوالي د وزیرستاني کډوالو کمپ اوسېدونکي سلام وطندار ته وایي، د پاکستاني ځواکونو دوه الوتکې د شنبېپه ورځ د سهار ۳ بجې د دوی پر کورونو بمبار کړی چې په ترڅ کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۳۰کسان وژل شوي او له۱۵ زیات ټپیان دي.

هغوی زیاتوي، په دغو بریدونو کې زیاتره کورونه په بشپړ ډول له منځه تللي او خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي. مالي خان چې په دېپېښه کې ټپي شوی او  پر کور یې هم بمبار شوی وایي: « د سهار درې بجې وې چې دوه پاکستانۍ الوتکې زمونږ پر کورونو بمبار وکړ. پهدې پېښه کې له ۳۰ زیات کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پېښې بل ټپي محمد رنګین چې کور یې بمبار شوی وایي: « سهار درې بجې وې او مونږ پیشلمۍ کولو چې الوتکه راغله او په ۵ دقیقوکې یې زمونږ کورونه بمبار کړ. زما کور  ویجاړ شوی، دغه برید د مندته، امیر سپر، پڅي میلې او شکوڼي پر کلیو شوی د کورنۍ ۶ غړيمې وژل شوي یوازی زه او یو ماشوم مې پاتې یوو

د خوست امنیتي چارواکي هم تاییدوي چې پاکستاني پوځیانو د دغه ولایت د سپېرې ولسوالي د وزیرستان کډوالو  پر څلور «مندته، امیرسپر، پڅي ميلې او شکوڼي» کلیو بمبار کړي دي.

د خوست د امنيې قومنداني وياند مستغفر ګربز سلام‌وطندار ته وويل چې برید مرګ ژوبله هم اړولې، خو په وينا يې، تراوسه يې کرهشمېرې نه دي په ډاګه شوي.

په همدې حال کې د کنړ د اطلاعاتو او فرهنګ رييس نجيب الله حنيف سلام‌وطندار ته وويل چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې د دغه ولايت پرشلتن، مرورې او ناړۍ ولسواليو  پاکستاني ځواکونو توپخانه یي بريدونه کړي دي.

هغه زیاتوي، د دغه ولایت په شلتن ولسوالي کې د پاکستاني ځواکونو د تېرې شپې په بریدونو کې استوګنې کورونه په نښه شوي چې پهترڅ کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵ تنه وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وایي چې د دغه ولایت د سیمه‌ییزې ادارې چارواکو دا موضوع د اسلامي امارت مرکزي چارواکو سرهشریکه کړې او د هغه د حل په لټه کې دي.

د پاکستان حکومت هم تراوسه پر خوست او کنړ د دغو بریدونو  او د افغانستان د هوایي حریم د نقض په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې پاکستان له کلونو راهیسې د افغانستان پر سرحدي سیمو په ځانکړي ډول د کنړ پر ځینو ولسوالیو راکټي بریدونه کړيچې تل یې مالي او ځاني زیانونه هم اړولي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام