په ننګرهار کې د سلاموطندار د همکارې «حقیقت غږ» راډیو کارکوونکي وايي چې د اسلامي امارت ځواکونو د یادې راډیو مسوول الهام حقیقت نیولی دی.
«حقیقت غږ» راډیو په ننګرهار ولایت کې د سلاموطندار همکاره محلي راډیو ده چې پرمټ یې دغه ولایت کې خپل نشرات کوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د يادې راډیو د نشراتو مدير عزيزالله وایي، الهام حقيقت پرون مازدېګر په مارکو بازار کې د ولسي لاريون تر پوښښ وروسته نيول شوى دی.
عزيز وويل چې دوى دغه ستونزه د ننګرهار اطلاعات او فرهنګ رياست مسوولانو سره شريکه کړې او هغوى ورته ويلي چې د راډيو مسول د لاريون د پوښښ له کبله نه، بلکې د يو بل شک پر بنياد نيول شوى چې تر څېړنو وروسته به خوشې شي.
د حقیقت غږ راډیو د نشراتو مسوول ویلي چې نوموړی تراوسه د اسلامي امارت په بند کې دی او نه دی راخوشې شوی. سلاموطندار هڅه وکړه چې په دې اړه د اسلامي امارت د مسوولانو نظر هم واخلي، خو له هڅو سره-سره بریالي نهشو.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم په کندهار ولایت کې د اسلامي امارت ځواکونو د سلاموطندار د همکارې «څانګې» راډیو مسوول نیولی وو.
د اسلامي امارت ځواکونو بیا د څانګې راډیو مسوول اغاشېر منار له څو ساعته بند وروسته بېرته خوشې کړ.