Asset 1SWN

کندهار کې د سلام‌وطندار د همکارې راډیو مسوول له اووه ساعت بند وروسته خوشې شو

د اسلامي امارت استخباراتو نن سهار په کندهار ولایت کې د سلاموطندار همکارې څانګې راډیو ته ورغلي او د يادې راډیو مسوول يې نیولی دی.

د دې سيمه‌ييزې راډيو مسوول اغاشير منار سلام‌وطندار ته وويل وروسته له هغه ونيول شو چې د اسلامي امارت استخباراتي ځواکونو د دوی پر دفتر چاپه واچوله. هغه زياته کړه چې اووه ساعته د اسلامي امارت د استخباراتو په بند کې و او د یوه ژمن‌لیک له لاسليکولو وروسته خوشې شوى دى.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ښاغلی منار وایي، په دې ژمن‌لیک کې ورڅخه غوښتل شوي چې له دې وروسته دې په راډیو کې موسیقي نه خپروي، دغه ژمن‌لیک د کندهار د نورو سیمه‌ییزو راډیوګانو له خوا هم لاسلیک شوی دی.

د یادولو وړ ده چې د څانګې سیمه‌ییزې راډیو سربېره د اسلامي امارت استخباراتي ځواکونو نن سهار د تبسم، زما او ملت ږغ په راډیوګانو هم چاپه اچولې او د دغو راډیوګانو یو شمېر کارکوونکي یې هم نیولي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام