اروپايي ټولنې د نجونو د زده‌کړو مخنیوي په اړه د ا.ا پرېکړه وغندله

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بورل نن پر ټویټر د نجونو پر مخ د پوهنتون د دروازو تړل کېدو په اړه د اسلامي امارت پرېکړه غندلې ده.
نوموړي د اسلامي امارت د دې پرېکړې د غندنې ترڅنګ، ویلي چې دا په نړۍ کې یوه بې‌مخینې کار دی.

ریچارډ بنټ اسلامي امارت ته: پرېږدئ چې افغان نجونې زده‌کړې وکړي

د اسلامي امارت له لوري د هېواد په پوهنتونونو کې د نجونو زده‌کړیالانو د زده‌کړو ځنډېدو ته د غبرګونونو پر دوام د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر ریچارډ بنټ ویلي چې دغه پرېکړه په ټولنه کې له مساوي زده‌کړو د ښځو او نجونو د محرومولو په معنی ده.

پوهنتونونو کې د نجونو زده‌کړې ځنډېدل؛ پاکستان: ا.ا دې پر خپلې پرېکړې بیاکتنه وکړي

 د اسلامي امارت له لوري په پوهنتونونو کې د نجونو زده‌کړیالانو د زده‌کړو بهیر ځنډېدو ته د غبرګونونو په لړ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دې پرېکړې په اړه ناهیلې ښودلې او له اسلامي امارت یې غوښتنه کړې چې پر خپلې کړې پرېکړې بیاکتنه وکړي.

مسوولان: هلمند کې مو ۴۹زره کسانو سره مرسته کړې؛ خلک: نه ده شوې

د هلمند اوسېدونکي وايي، سره له دې چې افغانستان سره پراخې نړیوالې مرستې کېږي، خو دوی لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د هلمندیانو په وینا، دغه ولایت کې پر اړمنو کورنیو مرستې په سمه توګه نه وېشل کېږي او د وېش پر مهال ترې محرومې وي.

عبدالله عبدالله: له زده‌کړو د نجونو محرومول «خواشینونکی» دی

د اسلامي امارت له لوري په پوهنتونونو کې د نجونو زده‌کړیالانو د زده‌کړو بهیر ځنډېدو ته په غبرګون کې د مخکیني حکومت د روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله ویلي چې زده‌کړې د ټولو له بنسټ‌ییزو حقونو څخه دي او له دې حق څخه د نجونو محرومیت د خواشینۍ وړ ده.

نېډ پرایس: افغانستان هر کال د ښځو محرومیت له امله یو میلیارډ ډالر له لاسه ورکوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس د اسلامي امارت له لوري د نجونو د لوړو زده‌کړو ځنډېدو ته غبرګون ښودلی او دغه پرېکړه یې غندلې ده. نېډ پرایس په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې دغه پرېکړه به اسلامي امارت ته مهم پیغامونه ولري او له نړیوالې ټولنې به یې لرې کړي.