ستونزو کې راګیر پاکستان؛ نړیوال اقتصادي فورم: دیوالي کېدو سره مخ دی

د نړیوال اقتصادي فورم په یوه رپوټ کې ویلي، پاکستان لا هم د دیوالي‌کېدو له ګواښ سره مخ دی او تر راتلونکو څو کلونو به دغه هېواد له ګڼو ګواښونو سره لاس او ګرېوان وي.

د نړیوال اقتصادي فورم په رپوټ کې راغلي، د پاکستان د اقتصادي ودې مخ پر ځوړ حالات او د بې‌وزلۍ پراختیا به دغه هېواد کې میلیونونه کسان د لوږې او قحطۍ له ګواښ سره مخ کړي.

پنجشېر کې د فضل‌احمد معنوي کور اور اخیستی؛ مسوولان: مهار شوی

د پنجشېر محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د هستوګنې یوه کور کې اور لګېدلی دی.

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نصرالله ملک‌زاده سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه اورلګېدنه نن سهار د رُخه ولسوالي د «پیاوشت» کلي کې د مخکیني حکومت د عدلیې وزیر فضل‌احمد معنوي کور کې رامنځته شوې ده.