Asset 1SWN

نابلوس ښار کې اسراییلي ځواکونو ۱۱ فلسطینیان وژلي

230222154603-05-west-bank-nablus-clashes-022223

اسراییلي ځواکونو د اشغال شوې لوېدیزې غاړې نابلوس ښار کې د یوې چاپې پر مهال ۱۱ فلسطینیان وژلي‌ او لسګونه نور ټپيان دي.

‌د رسنیو د راپورونو له مخې، برید پرون چهارشنبه د کب درېیمه شوی چې له ۱۰۰ زیات کسان په‌کې ټپیان هم شوي دي.  د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

اسراییلو چارواکو بیا ویلي، نابلوس ښار کې یې هغه درې کسان چې د دوی تر څار لاندې و، وژلي دي.

د اسراییلو امنیتي بنسټونو یوې ګډه خبرپاڼه کې ویلي چې دغو کسانو د اسراییلو ځواکونو پر لوري، ډزې وکړې او دوی اړ شول چې عملیات وکړي.

 د اسراییلو د پوځ په ګډه خبرپاڼه کې راغلي چې یادو درې کسانو ته د تسلیمېدو خبرداری ورکړل شوی وو، خو هغوی تسلیم نه شول او د دوی په عملیات کې ووژل شول.

خو رسنیو راپور ورکړی چې له دغه کور بهر ځینې ملکي کسان هم وژل شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

اسراییلو ځواکونو دغه برید داسې مهال کوي چې له دې وړاندې یې جنین ښار کې هم د یوه برید پر مهال لس فلسطینیان وژلي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام