
جوزجان کې هره ورځ ۷۲۰۰ کیلوګرامه کونځل د صادرولو لپاره بستهبندي کېږي
په جوزجان کې د یوه خصوصي شرکت مسوولان وايي چې کونځل «کُنجد» له پېرلو وروسته وینځي او له هېواد څخه بهر یې د لېږد لپاره بستهبندي کوي.

په جوزجان کې د یوه خصوصي شرکت مسوولان وايي چې کونځل «کُنجد» له پېرلو وروسته وینځي او له هېواد څخه بهر یې د لېږد لپاره بستهبندي کوي.

یوشمېر افغانان چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته له قاچاقي لارو له هېواده وتلي، وايي چې د بهرنیو هېوادونو پر پولو له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
دوی وايي، د پولهساتو ځواکونو له لوري نه یوازې وهل ټکول کېږي، بلکې د مرمیو په ویشتلو یې اړ باسي چې بېرته راوګرځي. یو افغان نقیبالله ولولجي چې هېواد یې پريښی او غواړي ترکیې ته ولاړ شي، وايي چې د ترکیې پر پولې پولهساتو ځواکونو وهلی او درې ځله یې بېرته را ګرځولی دی.

دویچهوله راپور ورکړی چې د المان لومړۍ وزیرې انګلا مرکل پرون ترکیې ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد له ولسمشر رجب طیب اردوغان څخه غوښتنه کړې چې ترکیې کې د افغان کډوالو د ناورین مخنیوي لپاره باید له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسېږي او له دوی سره همکاري کړي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، هېواد یې تمه لري چې د کابل نړیوال هوايي ډګر د مدیریت په اړه له هوکړې وړاندې باید په افغانستان کې د طالبانو له لوري ټولګډونه حکومت اعلان شي. اردوغان ویلي، تر هغه به افغانستان ته خپل ځواکونه ونه لېږدوي چې دغه هېواد کې ټولګډونه حکومت نه وي، جوړ شوی.

د اناتولي خبري اژانس راپور ورکړی چې د ترکیې دفاع وزیر خلوصي آکار ویلي چې له افغانستان څخه خپل سرتېري باسي. د دغه راپور پربنسټ، د ترکیې دفاع وزیر څرګنده کړې چې قصد لري ډېر ژر له افغانستان خپل ټول سرتیري راوباسي.

د ترکیې د ولسمشر دفتر ویلي، دغه هېواد له روسیې سره په افغانستان کې د نوي رامنځ ته کېدونکي حکومت سره د اړیکو ټينګښت په اړه پر ګډې همغږۍ هوکړه کړې.

د ترکیې صباح ورځپاڼې راپور ورکړی چې د دغه هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، ترکیه د افغان کډوالو لپاره امن ځای نه دی. د نوموړي په وینا، افغان پناه غوښتونکو ته په دغه هېواد کې د امن پناه غوښتنې هېڅ راز ژمنه نه شته.

د ترکیې اناتولي خبري اژانس وايي چې د دغه هېواد د دفاع وزیر خلوصي اکار پرون ورته ویلي چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې له کابل هوايي ډګر څخه شاوخوا ۶۲ الوتنې شوې دي.
نوموړي ویلي چې په دغو الوتنو کې «ډیپلوماټان او یوشمېر افغانان» له افغانستان څخه اېستل شوي دي.

طالبانو په افغانستان کې د ترکي سرتېرو د پاتې کېدو پر وړاندې مخالفت ښودلی دی. په اعلامیه کې لیکل شوي چې ترکي چارواکو د امریکا په غوښتنه او هوکړه په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د پرېښودو پرېکړه کړې ده. دغې ډلې ویلي چې افغانستان او ترکیه مذهبي، تاریخي او کلتوري اړیکې لري او باید پر خپله پرېکړه بیاکتنه وکړي.

طالبانو هر هغه هېواد ته خبرداری ورکړی چې وغواړي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هم د کابل هوايي ډګر د امنیت ساتلو په موخه خپل سرتېري پرېږدي.
دغې ډلې نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د هېڅ هېواد د ځواکونو پاتې کېدل ورته د منلو نه دي.

عزیزاغا چې د خپلې اته کسیزې کورنۍ مشر زوی او ګټیالی وو. له خپلو ټولو ځوانو هیلو سره خاورو ته سپارل کېږي. هغه ۲۸ کاله عمر درلود او د بغلان پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي څخه فارغ شوی وو.
حمید حمیدي د پروان اوسېدونکی دی چې په ۲۰۱۷ کال کې یې د ښوونځي دورې له پای ته رسولو وروسته اروپا ته د رسېدو په موخه پر ستونزمنو لارو سفر پیل کړ، خو هیله یې پوره نه شوه.
حمیدي هغه مهال د نامنظمې کډوالۍ ترخې تجربه کړې چې نوی له ښوونځي څخه فارغ شوی و او لومړی ایران او له هغه ځایه هم ترکیې ته ولاړ.

که څه هم افغانستان یو کرنیز او د ودې په حال کې دی، خو جګړه، د امنیت نه شتون او اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي چې ګڼشمېر افغان ځوانان ګاونډیو او اروپايي هېوادو ته پر سختو او له خطره پر ډکو لارو نامنظې کډوالۍ ته زړه ښه کړي.

په وروستیو څو کلونو کې ګڼشمېر افغانان په هېواد کې دننه د ناامنیو، جګړو او ناخوالو سربېره د کورنیو ناسم اقتصادي وضعیت او وزګارتیا له امله د یوې ښې راتلونکې لپاره بهرنیو هېوادونو ته پر قاچاقي لارو سفر ته ملا تړلې چې نېکمرغه هغه به بخت تر خپلو هيلو رسوي.

د غور ولایت د مرکز فېروزکوه ښار اصلي اوسېدونکی محمد نادر وایي، په هېواد کې د ناخوالو او د یوه ښه ژوند د برابرولو لپاره یې له قانوني اسنادو پرته کډوالۍ ته زړه ښه کړ، خو له سختو او لوړو ژورو وروسته چې کله ترکیې هېواد ته ورسېد، د دغه هېواد د پولیسو له لوري ونیول شو او زندان ته واچول شو. هغه وایي، پولیسو دی ۴۰ورځې په زندان کې وساته او ډېر بد چلن یې ورسره کاوه.

وزګارتیا او بېوزلۍ هرکال بېشمېره افغان ځوانان د هېواد پرېښودو ته اړ باسي او هغوی ښې راتلونکي ته د رسېدو په هیله نورو هېوادونو ته د تلو لپاره نامنظمې کډوالۍ ته زړه ښه کوي. له دې ډلې ځینې له قانوني پړاونو تېرولو پرته خپلو هیلو ته رسیږي، خو یوشمېر نور چې اقتصادي وضعیت یې ناسم دی د نامنظمې کډوالۍ پر ګواښوونکو لارو روانېږي.