د لومړي ځل لپاره یوه تورپوستې مېرمن د سپینې ماڼۍ د ویاندې په توګه وګومارل شوه. د امریکا ولسمشر جو بایډن په لومړي ځل یوه تورپوستې مېرمن د سپینې ماڼۍ د نوې ویاندې په توګه وګومارله.

سپینې ماڼۍ پرون (پنجشنبه) په یوه بیان کې د کارین ژان پېير د ګومارل کېدو خبر ورکړ.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سپینې ماڼۍ د خبر پربنسټ، مېرمن ژان پېير به د مې په ۱۳ نېټه د سپینې ماڼۍ د اوسنۍ ویاندې جن ساکي پر ځای خپله دنده پيل کړي.

ژان پېير له دې وړاندې د سپینې ماڼۍ د اوسنۍ ویاندې جن ساکي مرستیاله وه.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ژان پېير له دې سربېره د بارک اوباما او جو بایډن ترمنځ په ولسمشريزو ټاکنو کې فعالیت درلود او په ان بي سي ټلويزيوني شبکه کې يې د یوې شنونکې په توګه دنده هم ترسره کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام