مالیې وزارت د دولتي کارکوونکو د درېوو میاشتو معاش ورکوي

د مالیې وزارت ویاند احمدولي حقمل وايي، د دولتي کارکوونکو د درېوو میاشتو معاشونو د ورکړې پر طرحه یې کار پیل کړی او سر له نن به د هغوی د وږي، تلې او لړم میاشتو د معاشونو یوځای ورکړې پر اجرا یې کار پیل کړی دی.
هغه وايي، د دولتي کارکوونکو د معاشونو لپاره یې نوې طرحه په پام کې نیولې چې له مخې به یې معاشونه ورکول کېږي.

هېواد کې وزګارتیا؛ د ګڼ‌شمېر افغانانو لپاره د ژوند دوام ستونزمن شوی

د طالبانو له لوري د کابل تر نیولو نږدې درې اوونۍ کېږي چې ورسره ډېری هېوادوالو خپلې دندې او کارو‌بار له لاسه ورکړی او هېواد کې د وزګارتیا له امله ګن‌شمېر کسان له ستونزو سره مخ شوی دی. د دولتي ادارو کارکوونکي د ادارو له تړل کېدو څخه اندېښنه ښيي او وایي چې اوس بې‌برخلیکه دي او راتلونکې ته هم هیله‌ نه لري.

کابل کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت څلور کارکوونکي ترور شوي

د کابل امنیه قومانداني وايي چې په کابل ښار کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت څلور کارکوونکي ترور شوي دي.
د کابل د امنیې قومانداني ویاند فردوس فرامرز وايي، نن سهار شاوخوا ۹:۲۰ دقیقې د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند د باغ داوود پر سړک د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت څلور کارکوونکي د وسله‌والو له لوري ترور شوي دي.