د اسلامي امارت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې د پاکستان له نړیوال هوايي شرکت (پي‌آی‌اې) او کام‌ایر نه غوښتي چې د کابل‌-‌اسلام‌اباد ترمنځ د ټکټونو بیې دې را کمې کړي.

د دغه وزارت خبرپاڼه لیکي، یاد شرکتونه باید د خپلو ټکټونو بیې له هغو معیارونو سره برابرې کړي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو مخکې ورته ټاکل شوي وو. په خبرپاڼه کې خبرداری ورکړل شوی، که دغه هوايي شرکتونه داسې ونه کړي، د کابل‌-‌اسلام‌اباد ترمنځ به د «پي‌آی‌اې» او «کام‌ایر» شرکتونو الوتنې بندې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له مسافرانو او نورو خلکو غوښتي چې پر یاده لیکه د تګ‌راتګ ټکټونو د لوړو بیو ټاکل کېدو پر مهال له دغه وزارت سره د سندونو په راټولولو کې مرسته وکړي.

هغه افغانان چې تر دې مخکې پاکستان ته تللي، ویلي چې د پاکستاني شرکت (پي‌آی‌اې) او کام‌ایر ټکټونه په بې‌سارې توګه لوړ شوي دي. د دوی په وینا، مخکې پر یاده لیکه د پاکستان هوايي شرکت د ټکټ بیه د یونیم‌ سل تر دوو سوو ډالرو ترمنځ وه، خو اوس یې ۲۵۰۰ ډالرو ته لوړه کړې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بله‌خوا ځینو رسنیو د پاکستاني هوايي شرکت (پي‌آی‌اې) له قوله لیکلي چې دغه شرکت تر بلې پرېکړې پورې د کابل‌-‌اسلام‌اباد ترمنځ الوتنې ځنډولې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام