پاکستان کې د پښتنو جرګه: افغانستان کې دې منتخب حکومت جوړ شي
خیبرپښتونخوا کې د «پښتنو قامي جرګې» افغانستان کې د ټاکنو او لویې جرګې له لارې د حکومت جوړولو غوښتنه وکړه. د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د دغې قومي جرګې هرکلی کړی او هغه یې په سیمه او افغانستان کې د موجودو ستونزو د هوارولو لپاره نېک او اغېزمن گام بللی او د یادې جرگې له پرېکړهلیک څخه یې ملاتړ اعلان کړی دی.