په هلمند ولایت کې یوشمېر مدني فعالان وايي چې واک د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته یې فعالیتونه په ټپه درېدلي دي. 

دوی اقتصادي کمزورتیا، وزګارتیا او د اسلامي امارت له لوري یې فعالیتونو ته نامعلوم او ګونګ شرایط هغه لاملونه بولي چې له کبله یې فعالیتونه له یوې مخې درېدلي دي.

دغه مدني فعالان زیاتوي چې د مخکیني جمهوري نظام پرمهال یې هلمند کې فعالیتونه پراخه وو او له دې لارې به یې مسوولانو ته د خلکو ستونزې رسولې، خو د اسلامي امارت تر راتلو وروسته، مدني ټولنو په دې ولایت کې هېڅ فعالیت نه لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هلمند کې د تیر جمهوري نظام پرمهال ګڼې مدني ټولنې فعاله وې چې تر ډېره پورې يې د ولسي وګړو ستونزو تر مسوولو چارواکو رسولې او ګڼ مدني فعالیتونه يې ترسره کول خو د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو سره هیڅ مدني ټولنه فعالیت نه لري.

برکت الله سرشارهلمند کې د یوې مدني ټولني مشري په غاړه درلوده، نوموړي سلام‌وطندار ته د خبرو پرمهال وویل، د مخکیني جهموري نظام پرمهال په دې ولایت کې ۲۱ مدني ټولنو فعالیت درلود چې درې مدني ټولنې یوازې د ښځو پر فعالیتونو راټولې وې او چارې یې ښځو پرمخ وړې.

سرشار زیاته کړه، اوس د مدني ټولنو فعالیتونه ځکه درېدلي چې ډېری مدنې فعالان د پراخې وزګارتیا او اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي. هغه د وزګارتیا او اقتصادي ستونزو ترڅنګ ځینې نورو ستونزو ته هم اشاره وکړل چې په وینا يې، اوس مهال مدني فعالیتونو زمینه هم برابره نه ده.

هلمند کې یو مدني فعال صفي‌الله عزیزي بیا وايي چې تراوسه اصلي ستونزه هم تر ډېره معلومه نه ده او دا چې اسلامي امارت د مدني ټولنو د فعالیتونو سره ستونزه لري او که نه، په دې اړه هم ځايي مسوولانو له مدني فعالانو سره کومه ناسته نه ده کړې.

عزیزي زیاتوي، د مخکیني جمهوري نظام پرمهال مدني ټولنو د فساد او ټولنیزې بې‌عدالتۍ پر وړاندې خپل غږ پورته کړی دی. د ده په خبره، که په اوسني حاکم نظام کې هم ورته ستونزې وویني، نو ځوانان به بیا د خپلو مشروع غوښتونو لپاره مدني فعالیتونو ته را وګرځي.

نوموړی زیاتو چې د خپلو شرعي او مدني حقوقو ترلاسه کولو لپاره غږ پورته کول، د ټولو ګډ مسوولیت دی او دا حق څوک ترې نشي اخیستلی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هلمند کې د مدني ټولنو د بیا فعالیت لپاره د اسلامي امارت وروستی دریځ او پالیسي څه ده؟ دا او دې ورته نورو پوښتني مو وغوښتلې چې د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څخه يې ځواب ترلاسه کړو، خو له ډېرو هڅو سره-سره بیا هم بریالي نشو چې نظر یې ترلاسه کړو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام