Asset 1SWN

د کابل ښار د مکروریانو شاوخوا ۱۲۰ زره اوسېدونکو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

489CAD7F-B305-4423-940B-BFCF1DCD741B_w1080_h608

د کابل ښار د مکروریانو اوسېدونکو ته د څښاک اوبو رسولو پروژه چې ۳۵ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی، بشپړه او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د مکروریانو د ساتنې او څارنې دولتي شرکت تخنیکي او عملیاتي مرستیال مجاهد انصار وايي، دا پروژه چې د اوبو اووه ژورې څاه‌ګانې لري، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف په مالي همکاري یې په څلورو میاشتو کې بشپړه کړې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د هغه په وینا، اوس کولای شي چې د دې پروژې پر مټ د مکروریانو شاوخوا ۱۲۰ زره اوسېدونکو ته د څښاک اوبه ورسوي.

بله‌خوا د کابل یوشمېر اوسېدونکي بیا شکایت کوي چې له تېرو دوه‌نیمو میاشتو راهیسې د څښاک اوبه نه‌دي ورغلي او په پیسو یې پېري.

د کابل د ده‌افغانانو او نواباد سیمو اوسېدونکو پرون سلام‌وطندار ته ویلي و چې د اوبو رسونې دولتي شرکت پرې اوبه وچې کړي، خو د اوبو او برښنا وزارت بیا ښار کې د تر ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټوالي خبر ورکړی و او په خبره یې، یوازې تېر یوه کال کې په منځنۍ کچه ۸ متره اوبه ژورې تللې دي.

په همدې حال کې د مکروریانو د ساتنې او څارنې دولتي شرکت رییس غلام‌عمر عبدالله وايي، سږ کال اقتصادي ستونزو او د خلکو غوښتنې ته په کتو نه‌شي کولای چې د مکروریانو د اوسېدونکو کورونه تاوده کړي.

هغه زیاتوي، دوی نه‌دي توانېدلي چې په دولتي امکاناتو خلکو ته دغه خدمتونه برابر کړي او د مکروریانو اوسېدونکي هم د مرکزګرمیو د فعالولو وسه نه لري؛ ځکه په وینا یې، پر هر کور له ۶۰ تر ۷۰ افغانیو لګښت راځي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

له تېرو درېوو کلونو راهیسې د کابل ښار د لومړي مکروریانو اوسېدونکو د کورونو تودولو سېسټم له کاره لوېدلی، خو د مکروریانو د ساتنې او څارنې شرکت د چارواکو په خبره، ډېر ژر به د روسیې سفارت په همکاري د یاد سېسټم د بیارغونې چارې پیل کړي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام