د ټولګټو چارو وزارت مسوولان وايي چې د سالنګ لویه لاره یې نن یکشنبه د وږي ۱۹مه د هر ډول موټرو د تګراتګ پرمخ وتړله.
د یاد وزارت ویاند محمداشرف حقشناس سلاموطندار ته ویلي چې یاده لویه لاره به د بیارغونې چارو تر بشپړېدو تړلې وي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، موټر چلوونکي کولای چې د پنجشېر او دوشي-بامیان پر لاره د هېواد شمالي ولایتونو ته تګراتګ وکړي.
د ټولګټو چارو وزارت ویاند وویل: «نن یکشنبه د وږي ۱۹مه څخه د سالنګ لویې لارې د بیارغونې چارو تر بشپړېدو پورې به دا لاره د تګراتګ پر مخ تړلې وي چې بدیله لاره یې هم د پنجشېر او دوشي-بامیان لاره ده.»
په همدې حال کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي چې د سالنګ پر لویه لاره پلازمېنې کابل ته د سالنګ پر لویه لاره ۵۰سلنه سوداګریز توکي واردېږي چې د یادې لارې په تړلکېدو سره به کابل کې د خوراکي توکو بیې لوړې شي.
د یادې خونې د پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي، هڅه کوي، څو کابل کې د توکو د بیو لوړېدو مخه ونیسي. «موږ هڅه کوو چې لګښت زیات نهشي، که زیات شي، سوداګر په زیان خپل توکي نهپلوري او د توکو بیه لوړېږي.»
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالولي هژیر بیا پر دې باور دی چې د سالنګ لویې لارې په تړلکېدو سره به د مسافر وړونکو موټرو کرایې هم لوړې شي.
نوموړي وویل: «که سالنګ بندېږي، پر سوداګر او اقتصادي فعالیتونو یې اغېز کوي، کرایه لوړېږي او ورسره د توکو بیې هم لوړېږي او خلک اړ دي چې دا بیا پرې کړي.»
د سالنګ لویه لاره د هېواد له مهمو او ګڼو لارو څخه شمېرل کېږي چې د هېواد نهه شمالي ولایتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي.