Asset 1SWN

د سمنګان-بغلان او سمنګان-بلخ لویو لارو د بیارغونې چارې پیل شوې

1694660113382

د سمنګان محلي مسوولان وايي چې د ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت د سمنګان-بغلان او سمنګان-بلخ لویې لارو د ویجاړو شویو برخو د بیارغونې چارې پیل شوې.

د سمنګان د ټولګټو چارو رییس، رییس اغا وايي چې د یادې پروژې ټول لګښت د ټولګټو وزارت له لوري ورکول کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سمنګان د ټولګټو رییس په وینا، یاده پروژه کې به د ۷۶کیلومټره په اندازه د سړک د ویجاړو شویو برخو بیارغونه، د «دلخکي» کلي د ۳۶متره لوړ تناژ تلې کانکرېټ او جوړول او د ۸۱مترو په اندازه د «حضرت‌سلطان» پُل بیارغونه شامل دي.

په ورته مهال د سمنګان والي عبدالاحد فضلي د رغونې چارو اړوند شرکت څخه غواړي چې دغه پروژې د قرارداد له مخې پلې او باکیفیته توکي دې وکاروي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

په همدې حال کې مسوولان زیاتوي چې یادې پروژې به د درېوو میاشتو په موده بشپړې شي او تمه ښيي چې ورسره به پر یادو لویو لارو د ټرافیکي پېښو په کچه کې کمښت راشي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام