د پکتیا امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت روحاني بابا ولسوالي کې یوه شپږ کلنه نجلۍ په مرموز ډول وژل شوې ده.

د پکتیا د امنیې قومنداني ویاند عمر بدري سلام‌وطندار ته ویلي چې یاده نجلۍ لومړی له خپل کور څخه تښتول شوې او د یادې ولسوالي په یوې کنډواله کې د ډبرو او تیکو په وسیله وژل شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

عمر بدري زیاتوي چې دغه نجلۍ یتمه وه او پلار یې د مخکیني حکومت پرمهال په عسکرۍ کې وژل شوی و. د پکتیا د امنیې قومنداني د ویاند په وینا، دا پېښه وروسته له هغې شوې چې د یادې نجلۍ مور له خپل لېور سره له نکاه کولو ډډه کړې.

د یاد ولایت امنیتي مسوولان همداراز زیاتوي چې دغې کونډې نه غوښتل له خپل لېور سره واده وکړي او په دې اړه د یاد ولایت محکمې هم د ښځې په حق کې پرېکړه کړې چې ښځه څوک په زور نکاه کولو ته نشي اړ کولای او له هغې وروسته یې شپږ کلنه لور تښتول شوې او وژل شوې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

عمر بدري ویلي چې د یادې نجلۍ د قتل په تور یې درې کسان نیولي چې تر لومړنیو څېړنو وروسته به یې عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژني.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام