Asset 1SWN

سلام وطندار

حکمتیار: بریدګر په چادري کې راپسې راغلي وو

GulBedin-Hekmatyar-1212-pykh14q03djlif684l58rjayp4hczx2sckv9gen4aw

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي چې نن دوه دوو وسله‌والو بریدګرو غوښتل چې ده ته ځان ورسوي، خو موخې ته له رسېدو وړاندې ووژل شول.

هغه په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، بریدګر چې ځانمرګي واسکټونه یې هم اغوستي وو، په چادري کې پسې راغلي وو، خو د ده په وژلو ونه توانېدل.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

حکمتیار زیاتوي، وسله‌وال بریدګر جومات ته په ور نږدې کېدو سره سم پر هغو کسانو ډزې کړي چې له جومات نه د باندې پر لمانځه ولاړ وو، خو په خبره یې، ساتونکو یې له پښو غورځولي دي.

هغه وایي، دې پېښې کې دوه بریدګر او یو د ده کس وژل شوی او دوه کسان یې ټپیان شوي دي.

حکمتیار که څه هم وايي چې د دې پېښې پلټنه به کوي او دا به په ډاګه کوي چې چا کړی، خو په وینا یې، د هغو کړیو کار دی چې تر دې مخکې یې هم په وار وار د ده د وژلو هڅه کړې، خو نه‌دي توانېدلي.

نوموړی ډاډ ورکوي چې په دا ډول پېښو سره له خپلې روانې مبارزې نه پر شا کېږي او تر پایه به د ملت ترڅنګ وي او د حقونو دفاع به یې کوي.

د حزب اسلامي یوه غړي نن ماسپښین سلام‌وطندار ته ویلي و چې دوو وسله‌والو بریدګرو هغه جومات ته د ځان رسولو هڅه کړې چې حکمتیار په‌کې د جمعې لمانځه جماعت ورکاوه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک‌ وڅارئ

دغې سرچینې ویلي و چې بریدګرو غوښتل د ګلبدین حکمتیار پر دفتر موټربم برید هم وکړي، خو له چاودېدونکو توکو ډک موټر یې دروازه کې په نښه او له منځه وړل شوی دی.

تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه‌دی اخیستی. او نه هم کورنیو چارو وزارت او د کابل امنیې قومانداني په دې اړه څه ویلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام