د افغانستان د سوداګرۍ خونې مسوولان او هټیوال نن کابل کې په جوړ شوي نندارتون کې وویل، د بانکي سېسټمونو محدودیت، سوداګر او هټیوال له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د افغانستان د صنعت‌کارانو او هټیوالو خونې رییس نورالحق عمري د اسلامي امارت څخه غواړي چې د دوی د ستونزو حل لپاره همکاري وکړي او په وینا یې، د دوی ټولې پیسې په بانکونو کې بندې پاتې دي.

عمري زیاتوي: «د بانکي سېسټم تړل د مسلکي کسانو پر وړاندې یوه ننګونه ده چې اسلامي امارت په دې اړه پرېکړه وکړي، یوه بله ننګونه ده چې د مسلکي کسانو پر وړاندې اسلامي امارت باید پریکړه وکړي، ځکه د ګڼ‌شمېر هټيوالو پيسې په بانکونو کې بندې دي او د مرکز او ولايتونو ترمنځ ورځنۍ چارې د همدې بانکونو له لارې ترسره کېږي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین‌محمد حنیف دې نندارتون ته وویل چې دوی د کسبه‌کارانو او هټیوالو د ستونزو د حل لپاره به هېڅ راز هڅې ونه سپموي.

د اقتصاد وزارت سرپرست وایي: «ستاسې همکاري د افغانستان ټول ولس سره همکاري ده. که تاسې وده وکړئ ستاسو وده د هېواد د اقتصاد وده ده. ستاسې وده د دې ولس لپاره د کارموندنې لامل کېږي او مونږ ستاسې ترڅنګ ولاړ یوو.»

د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد هم د نندارتون غونډه کې غوښتنه وکړه چې هټیوال دې اسلامي اصول مراعت کړي. هغه وایي چې اسلامي امارت د دې قشر ټولو ستونزو ته رسېدنه کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

یوشمېر کسبه‌کارې مېرمنې سلام‌وطندار ته وویل چې د اسلامي امارت له لوري د لګول شویو محدودیتونو ترڅنګ دوی له ګڼوستونزو سره مخ دي.

د افغانستان د کسبه‌کارانو او هټیوالو خونې (کسبه کاران د ملا تیر او د هېواد اقتصادي جوړښت) تر عنوان لاندې نندارتون جوړ کړی دی. سه شنبه ددې نندارتون لومړۍ ورځ وه او یاد نندارتون به تر ۵ شنبې دوام وکړي. د دغه نندارتون اصلي موخه د اسلامي امارت د مسوولانو د توجه جلبول دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام