د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د عدالت لپاره د جایزې پروګرام د داعش خراسان ډلې د مشر ثنا‌الله غفاري پر سر لس میلیونه امریکايي ډالر جایزه ټاکلې ده. دغه بنسټ همداراز د کابل هوايي ډګر د برید عاملانو د پېژندنې لپاره هم لس میلیونه ډالر جایزه په پام کې نیولې ده.

براساس اطلاعات آمریکا، غفاری که به شهاب المهاجر نیز معروف است، مسئول تأیید و اجرای تمامی عملیات شاخۀ خراسان گروه داعش در افغانستان و نیز مسئول تنظیم بودجه برای انجام این عملیات بوده است.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د امریکا د معلوماتو پربنسټ، غفاري چې په شهاب المهاجر هم مشهور دی، په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې د ټولو عملیاتو مسوولیت پر غاړه لري او همداراز دغو عملیاتو ته پیسې هم برابروي.

ثنا‌الله غفاري د ۲۰۲۰ کال په جون میاشت کې د داعش له لوري د دې ډلې د خراسان څانګې مشر وټاکل شو. نوموړی د تېرکال په نومبر کې د امریکا د ترهګرو ډلو په تور نوملړ کې راغی.

د داعش خراسان ډلې تراوسه په افغانستان کې پر ملکیانو د څو مرګونو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. یاده ډله پر کابل نړیوال هوايي ډګر برید چې له امله یې شاوخوا ۱۶۰ملکیان او ۱۳ امریکايي سرتیري ووژل شول، هم مسووله بلل کېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د امریکايي پوځ مرکزي قومنداني یا سنټکام تازه په یوه رپوټ کې ویلي چې پر کابل هوايي ډګر برید د چاودېدونکو توکو له امله و او دغه برید پېچلی نه و. رپوټ کې همداراز ویل شوي و چې داسې اسناد او مدارک نه دي موندل شوي چې کواګې یاد برید کې کسان پر ډزو وژل شوي او ټپیان شوي وي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام