د امریکا کانګرېس افغانستان کې د تېر ارزونې او د راتلونکې ستراتېژۍ په اړه غونډه کوي

ځینو کورنیو او بهرنیو رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا کانګرېس د بهرنیو چارو وزیر او ځینو نورو امریکایي چارواکو په ګډون نږدې راتلونکې کې غونډه جوړوي، څو په دې بحث وکړي چې افغانستان کې څه تېر شوي او راتلونکې کې باید څه وشي. د چارو کارپوه طارق فرهادي وايي، دا غونډه به د کانګرېس د ډیموکراټو غړیو په غوښتنه نږدې راتلونکې کې جوړه شي.

افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د نښه کولو په اړه د امریکا خبرداری

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک ميلي پرون د دغه هېواد د استازیو جرګې غونډې ته د خبرو پر مهال په افغانستان کې د ترهګرۍ منسجم کېدو څخه اندېښنه څرګنده کړې ده. نوموړي ویلي چې افغانستان تر خپل څار لاندې لري او که چېرته له دغه هېواد څخه د امریکا پر ضد د ګواښ احساس وکړي، د شنډولو لپاره یې د بریدونو بشپړه وړتیا لري.