د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر ریچارډ بنټ ویلي چې په ترکیه کې له افغان مېرمنو، مدني ټولنو غړیو، زده‌کړیالانو د ولسي جرګې مخکینیو غړیو او د مخکیني حکومت له یو‌شمېر چارواکو سره لیدلي دي.

نوموړي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دغه لیدنه غیررسمي، لنډه او ډېره ګټوره وه. د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر تېره اوونۍ افغانستان ته خپل یوولس ورځنی سفر پای ته ورساوه. نوموړي چې د خپل سفر پرمهال یو‌شمېر ولایتونو ته هم تللی وو، په افغانستان کې یې بشري وضعیت خورا اندېښمنونکی بللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ هم پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په استانبول کې یې له افغان خبریالانو، بانکوالو، بشري حقونو فعالانو، د ولسي جرګې له مخکینیو وکیلانو او د پرځول شوي مخکیني حکومت له یو‌شمېر چارواکو سره لیدلي دي.

وېسټ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دغه لیدنه یې په افغانستان کې د راتلونکې لپاره د نظرونو اورېدل وو.

د امریکا ځانګړي استازي زیاته کړې، تېره اوونۍ یې چې له سیاستوالو سره خبرې کړي، ټول یې په دې باور دي چې افغانانو لپاره تاوتریخوالی د حل لاره نه ده او د روان ناورین د حل په موخه باید سیاسي بهیر پرمخ یوړل شي او دا غوره لار ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نوموړي په وینا چې اوس دغسې کوم بهیر نه دی روان او هیله‌مندي یې څرګنده کړه چې د روان ناورین د حل لپاره داسې یو بهیر رامنځته شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام