Asset 1SWN

د قطر د بهرنیو چارو مرستیال: په هر ډول شرایطو کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ یوو

قطر

د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال محمد بن عبدالعزیز الخلیفي ویلي چې هېواد به یې په هر ډول شرایطو کې د افغانستان تر څنګ ودرېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې پر اېکس‌پاڼې یې‌ خپره شوې، لیکلي چې الخلیفي دا خبرې د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سراج‌الدین حقاني سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په یاده لیدنه کې هیله‌مندي ښودلې چې افغانستان په سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخه کې پرمختګ وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د خبرپاڼې له مخې، دواړو لوریو په دې لیدنه کې د دوه‌اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا او دوام هم هوکړه کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام