لسګونه افغانان یو ځل بیا د امریکا له‌خوا د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو لپاره سړکونو ته را ووتل. معترضانو له امریکا وغوښتل چې د افغانستان نهه میلیارډه کنګل شوې شتمني دې ازاده کړي.

دوی پر نړیوالې ټولنې، په تېره ملګرو ملتونو هم غږ وکړ چې د یادو پیسو د ازادولو لپاره پر امریکا فشار راوړي.

معترضانو ببرک او مدثر په دې اړه وویل:

«امریکا بشري حقونه تر پښو لاندې کړي او د افغانانو پیسې نیولي. افغانان خپله شتمني غواړي او که زموږ شتمني را نه‌کړي، امریکا به سختو ستونزو سره مخ شي.»

«افغانستان اوس د اسلامي امارت په نوم یو خپلواک حکومت لري. د افغانستان بانک او نور بانکونه فعال شوي، له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او ټولو هېوادونو غواړو چې پر امریکا فشار راوړي او دا پیسې په مستقیم ډول افغانستان ته ولېږوي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

تصویر: سلام‌وطندار

یو بل معترض میلاد بیا وايي چې افغانان له لوږې، بې‌وزلۍ او ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دي او په وینا یې، دا وضعیت ورځ تر بلې ناسم لوري ته روان دی.

دا داسې مهال ده چې امریکا تازه د یوې طرحې له مخې، د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو درې‌نیم میلیارډه ډالره سویس کې د پیسو یوه صندوق ته سپارلي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام