Asset 1SWN

فاریاب کې ټرافیکي پېښې یو کس مړ او درې ټپیان کړي

c53e3308-dcc3-4209-9093-7776cf8f5b51

پرون ماښام د فاریاب د قیصار‌-‌المار ولسوالي پر لویه ټرافیکي پېښه شوې چې له کبله یې یو کس مړ شوی او درې نور ټپیان دي.

سرچینې وايي چې د فاریاب د مرافعې محکمې د قضايي دېوان رییس مولوي عبدالکریم موټر له سړک نه اوښتی دی. د سرچینو په وینا، په پېښه کې د مولوي عبدالکریم زوم مړ شوی، دی، یو زوی او یوه لور یې په‌کې ټپیان شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

سرچینې زیاتوي چې د فاریاب محکمې د قضايي دېوان رییس د زوی روغتیايي وضعیت هم نازک دی.

دا په داسې حال کې ده چې پرون ماښام هرات کې هم د اسلامي امارت یوې رېنجرې له یوه فولډر موټر سره ټکر کړی او له کبله یې پنځه کسان مړه او لس نور ټپیان شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام