Asset 1SWN

تېرکال هېواد کې دوه نیم میلیونه برښنايي پېژندپاڼې وېشل شوي

tazkira

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسوولان وايي چې د تېر یوه کال پرمهال یې هېواد کې څه باندې دوه‌ نیم میلیونه پېژندپاڼې وېشلې دي.

د احصایې او معلوماتو ادارې نن چهارشنبه د زمري یوولسمه ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې د خپل کلني راپور وړاندې کولو پرمهال وویل چې د وېشل شویو دوه نیم میلیونه پېژندپاڼو له ډلې یې یونیم میلیون نارینه‌ او یو میلیون بیا ښځینه‌وو ته وېشلې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادې ادارې مسوولانو دې پروګرام کې وویل چې په ټول هېواد کې دا مهال د برښنايي پېژندپاڼو د وېش ۷۴ مرکزونه فعال دي چې له ډلې یې ۱۵ کابل او پاتې ۵۹ یې په نورو ولایتونو کې خدمتونه وړاندې کوي.

نوموړي وویل: «روان کال کې هڅې روانې دي چې څلور میلیونه هېواد‌والو ته برښنايي پېژندپاڼې ووېشل شي او ۱۵ میلیونه انفرادي فایلونه برښنايي شي. تمه ده چې کندهار، خوست، هرات، ننګرهار او بلخ کې د اسان خدمتونو مراکز فعال شي.»

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسوولانو همداراز زیاته کړې چې تېر یوه کال کې یې د فساد اړوند ۱۳۰ قضیې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلي دي.

د یادې ادارې د مسوولانو په وینا، د نفوسو شمېرنه چې د یادې ادارې له لومړیتوبونو څخه دي، خو تراوسه نه دي بریالي شوي چې د بودیجې کمښت له امله هېواد کې د سرشمېرنې چارې پیل کړي.

د احصایې او معلوماتو له مخې مسلکي مرستیال عصمت‌الله حکیمي وویل چې ټول هېواد کې له ۶.۳ تر ۶.۵ میلیونه د کورونو ودانۍ شتون لري چې له ډلې یې ۵.۸ میلیونه رهایشي کورونه، ۱۰۰زره غیررهایشي او ۴۰۰زره یې هم نیمه‌کاره کورونه دي.

نوموړي وویل: «د کلیو او ودانیزو کورونو سروې او نوملړ هېواد کې د سرشمېرنې ښه بدیل کېدای شي، خو رښتینې سرشمېرنه نه‌شي کېدای. موږ وړاندیز وکړ که روان کال مو بودیجه لاسته راوړه، سروې وشي او موږ کولای شو چې سمه کره سرشمېرنه وکړو.»

له دې سره هم‌مهاله د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې د خپل کلني راپور وړاندې کولو پرمهال وویل چې د برښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر له پیله تراوسه لس میلیونه او ۷۰۰زره برښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، د ا.ا له واکمنېدو راهیسې تر دې مهاله ټول هېواد کې بیا څلور میلیونه او ۶۰۰زره برښنايي پېژندپاڼې وېشل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام