Asset 1SWN

برښنايي پېژندپاڼه کې د «ولسوالي نوم او د اعتبار نېټه» اضافه شول

328348444_5841615335885498_5001178480070339905_n

 د احصایې او معلوماتو ملي ادارې نن سه‌شنبه د سلواغې یوولسمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د برښنايي پېژندپاڼې د لا اعتبار په موخه یې د برښنايي پېژندپاڼې د کارټ پر مخ د ولسوالي نوم او د اعتبار نېټه اضافه کړي دي.

یادې ادارې لیکلي چې دغه کار یې د شخص د ځانګړنو او ادرس موندنې او همداراز د نوموړي د ظاهري بڼې د بدلون او بایومټریک معلوماتو د تازه کېدو لپاره کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې لیکلي: «د الکترونیکي تذکرې پرمخ د ولسوالي نوم د شخص د ځانګړنو او کره ادرس موندلو په موخه او د اعتبار نېټه چې لس کاله ټاکل شوې د شخص د ظاهري بڼې د بدلون او د بایومټریک معلوماتو د تازه کولو په موخه زیات شوي دي.»

په ورته مهال د احصایې او معلوماتو ادارې لیکلي چې هر لس کاله وروسته شخص کولای شي خپل د بایومټریک معلومات نوي کړي او خپل د خوښ تصویر پر برښنايي پېژندپاڼې ولګوي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې برښنايي پېژندپاڼه کې د کورنیو چارو وزارت نوم لرې او پر خای د احصایې او معلوماتو ملي ادارې نوم اضافه شوی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام