Asset 1SWN

عبدالمتین قانع: د روان کال په شپږو میاشتو کې مو ۸۲۱۰ جنايي جرمونه ثبت کړي

عبدالمتین قانع 1

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن د یوې خبري غونډې پر مهال د دغه وزارت د امنیتي وضعیت او د امنیت ټینګ په برخه کې د مسوولانو د اجرااتو په اړه تازه جزیات له رسنیو سره شریک کړل.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، د تېرو شپږو میاشتو پر مهال یې په ټول هېواد کې ۸۲۱۰ جنایي جرمونه ثبت کړي چې کابل له ۹۰۰ د ډېرو پېښو په لرلو سره د ټولو په سر کې راغلی دی.

قانع وايي، امنیتي ځواکونو د یادو جرمونو په تړاو ۱۱۶۳۱ تورن کسان نیولي دي. هغه زیاتوي: «د دغو جرمونو له ډلې ۶۷۵۶ یې د پولیسو له لوري کشف شوي او ۱۴۴۵ یې تر کشف لاندې دي. په دغو جرمي پېښو کې ۹۹۵ یې په کابل ښار کې شوي او د نورو ولایتونو په پرتله ډېرې پېښې لري. د یادو جرمونو په تړاو ۱۱۶۳۱ تورن کسان نیول شوي دي.»

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، د روان کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې ۸۰۹ کسان د بډو اخیستو، له دندې د ناوړه ګټې اخیستنې، د ناقانونه وسلو لېږد، د دولتي تجهیزاتو د حیف‌ومیل، د خلکو ځورونې او جنسي ځور په تور هم نیول شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د هغه په خبره، د نیول شویو کسانو له ډلې ۴۴۹ یې د اسلامي امارت امنیتي ځواکونه دي او ۲۱۰ هغه یې له دندو هم ګوښه شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د روان لمریز کال له پیله تر اوسه یې لسګونه سپکې او درنې وسلې او نور نظامي تجهیزات هم کشف او نیولي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام