Asset 1SWN

اسټرالیا نن نړیوال جام کې سریلانکا سره لوبېږي

Australia's Glenn Maxwell plays a shot during the first one-day international (ODI) cricket match between Sri Lanka and Australia at the Pallekele International Cricket Stadium in Kandy on June 14, 2022. (Photo by Ishara S. KODIKARA / AFP)

د کرېکټ شل اووره نړیوال جام په ۱۲ غوره پړاو سیالیو کې نن کوربه اسټرالیا لوبډله له سریلانکا سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه سیالي نن ۳:۳۰ بجې د اسټرالیا په پرټ لوبغالي کې پیل شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

کوربه اسټرالیا لوبډلې د روان کرېکټ شل اووره نړیوال جام کې خپله لومړۍ سیالي نیوزیلنډ ته بایللې، خو د سریلانکا لوبډلې بیا په خپله لومړۍ لوبه کې ایرلنډ ته ماته ورکړې ده.‌

د اسټرالیا او سریلانکا کرېکټ لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو پنځو لوبو کې درې ځلې اسټرالیا او دوه ځلې سریلانکا بریا خپله کړې ده.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

په ورته مهال سریلانکا په خپلو وروستیو پنځو شل اووره سیالیو کې یوازې یوه لوبه بایللې او پاتې څلور یې ګټلې دي. خو اسټرالیا بیا درې بایللې، یوه یې د باران له امله بې‌پایلې اعلان شوې او یوې سیالي کې یې بریا خپله کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام