غزني کې یو‌شمېر نجونې زده‌کوونکې وايي چې دغه ولایت کې د ښوونځیو له تړلي‌ پاتې‌کېدو وروسته یې د خیاطۍ زده‌کړې ته مخه کړې ده.

دوی زیاتوي چې د غزني ښار د «کډوالو ښارګوټي» سیمه کې د ښځو د خیاطۍ په یوه ښوونیز مرکز کې شاوخوا ۶۰ نجونې زده‌کوونکې او مېرمنې د خیاطۍ پر زده‌کړو بوختې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

فرزانه علوي چې دغه مرکز کې د خیاطۍ پر زده‌کړو بوخته ده، سلام‌وطندار ته وايي چې غزني ښار کې د ښوونځیو له تړل‌کېدو وروسته یې دغه کار ته مخه کړې.

هغه چې ۱۷ کاله عمر لري او د ښوونځي د یوولسم ټولګي زده‌کوونکې هم ده، زیاتوي چې ښوونځي څخه له محرومېدو وروسته یې خیاطۍ ته مخه کړې، څو د خپلې راتلونکې او اقتصاد لپاره یو کار وکړي.

نوموړې وویل: «تر یوولسم ټولګي مې زده‌کړې وکړې، د ښوونځیو په تړل‌کېدو سره مو پرېکړه وکړه چې د خپلې کورنۍ اقتصاد پیاوړتیا او خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره خیاطۍ ته مخه کړو او له دې لارې یو چېرته ورسېږو.»

په ورته مهال د دغه مرکز یوه بله زده‌کوونکې شبانه بیات چې د لېسانس تر کچې یې زده‌کړې کړي، سلام‌وطندار ته وايي چې دولتي ادارو کې د ښځو لپاره د کار زمینه نه ده برابره او د همدې لپاره یې د خیاطۍ دغه ښوونیز مرکز کې ګډون کړی دی.

د دغه ښوونیز مرکز ښوونکې شهناز چمني وايي، هره ورځ دوه ساعته په علني او نظري ډول درس ورکوي او هره دوره درس یې شپږ میاشتې وخت نیسي.

نوموړې وویل: «یوه میاشت وړاندې مو له نهو کسانو پیل وکړ، اوس یې شمېر ۳۰ کسانو ته رسېږي، خپلو زده‌کوونکو ته مو ویلي چې په شپږو میاشتو کې د خیاطۍ درس بشپړېږي. ځینو یې په همدې یوې میاشت کې خیاطي زده‌کړې ده.»

په همدې حال کې د خیاطۍ د دغه حرفه‌يي مرکز مسوول حمیدشاه بیات وايي، یاد مرکز له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو له تړلي پاتې کېدو وروسته د نجونو زده‌کوونکو په غوښتنه جوړ شوی دی.

د غزني د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولان د خیاطۍ په برخه کې د ښځو کار کول، د کورنیو د اقتصادي ودې لپاره مهم بولي او ورڅخه هرکلی کوي.

د غزني د کار او ټولنیزو چارو ریاست د کار امر سید سهم‌الله سادات سلام‌وطندار ته وايي، د دغه ډول مرکزونو زیاتره استادان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د حرفې له کورسونو څخه فارغ شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې د اسلامي امارت په واکنمېدو سره د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو له لګېدو وروسته، یوشمېر ښځې د حرفه‌يي کارخونو رامنځ ته کول، د هغوی د مصروفیت او فعالیت لپاره یو غنیمت بولي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام